ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپورراکړ، هرکال له درستې نړۍ په زرګونو مسیحیان د کریسمس او دحضرت عیسی مسیح زوکړې کلیزه د فلسطین د اردن سین په لویدیځي غاړې کې په بیت الحم چې د حضرت عیسی مسیح علیه السلام زیږنځاي دی ، جشن لمانځي ،خو سږکال دغه دستورې د غزې د بونږنونکو حالاتو او د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په دلیل تر اغیزو لاندې دي او د حضرت عیسی مسیح زیږنځاي له جشن لمنځونکو خلکو خالی دی.
د جرمني یوه چینل خبریال له بیت الحم څخه په میداني راپور کې وائي، حتی د حضرت عیسی مسیح زیږنځاي ته یو ټوریسټ هم نه دی راغلی .د هغه په وینا، په لویدیځي غاړې کې بیت الحم ښْار ته لاس رسي هم د اسرائيلي وحشي پوځيانو په وسیله د لارو د بندیدا په دلیل سخت شوی دی.
سږ کال د بیت الحم په واټونو کې د موسیقۍ له وړاندې کولو سره یو ځای د ځانګړو ډلو پریډ هم د وحشي اسرائيلیانو د جنایتونو او بوږنونکو حالاتو په دلیل لغوه شوی دی.
ایکنانیوز له بیت الحم څخه یو ویډیوئي کلیپ ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.